مولوي کبیر: له توپیر پرته مو دروازې د ټولو خلکو په مخ پرانیستې دي
دید خبرې آژانس: مولوي عبدالکبیر یوه ورځ وروسته له هغې چې د ایران استازي د طا-لبانو پر توپیري چلند نیوکې وکړې، د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پنجشیر له خلکو سره په کتنه کې وویل چې دغې ډلې له «توپیر او تعصب پرته خپلې دروازې د ټولو خلکو په مخ پرانیستې دي.»
هغه پر متوازن پرمختګ ټینګار وکړ او د پنجشېر خلک یې وستایل چې د «پخواني شوروي پر وړاندې یې افغانستان کې ښه جهاد کړی.»
دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي طالبان په بې عدالتۍ او ظلم تورن کړل او ویې ویل چې «د افغانستان اوسنی حکومت د یوه توکم، یوه مذهب، یوې ژبې او یوازې د نارینه و له لوري جوړ او د افغانستان د ټولنې لپاره ځواب ویونکی نه دی.»
د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي کاظمي قمي دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز فایل کې ویلي، چې د دوی په نظام کې تعصب ته ځای نه شته او ټول وګړي برابر حقونه لري.
طالبانو د پنجشیر د مشرانو او دیني عالمانو په حواله لیکلي چې دوی د طا-لبانو ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې له «فتحې وروسته یې د بیت المال ټول توکي اسلامي امارت ته وسپارل.»
مولوي عبدالکبیر د پنجشیر له خلکو سره په خبرو کې تېره ورځ وویل: «د پخواني شوروي پر وړاندې ستاسو مجاهدینو جهاد ډېر ارزښتناک و او اسلامي امارت ته ارزښت لري.»
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د پنجشیر له خلکو سره داسې مهال ژمنې وکړې او ویې ویل چې د دوی په غوښتنو به تر غور کولو وروسته دغه غوښتنې له خپل مشر سره هم شریکې کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې د پنجشیر خلکو له دوی څه غوښتنې کړې دي.
له مولوي کبیر سره په دې ناسته کې د طالبانو د استخباراتو مشر، د پوځ لوى درستيز، د سوداګرۍ وزير، د امربالمعروف وزير او د پنجشېر والي هم ګډون درلود. دوی هر یوه په خپل وار سره د خبرو پر مهال ویلي چې د پنجشېر د خلکو د ستونزو حل ته به لا زیاته پاملرنه وکړي.