مولوي کبیر: د جهادي مدرسو زده کوونکو ته باید اړین مهارتونه وښودل شي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د حکومت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا او پنجشیر ولایتونو جهادي مدرسو له مسولینو سره په کتنه کې د دوی پرمختګونه ستایلي دي.
د طا-لبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د دواړو ولایتونو له مسولینو غوښتي، څو د مدرسو د زده کوونکو په اړینو مهارتونو او زده کړو خواري وکړي.
د جهادي مدرسو په اړه نړۍوال اندېښنه لري چې توندلارۍ ته به وده ورکړي، خو طا-لبانو وایي چې د دې چارې لپاره یې بنسټيز کارونه پېل کړي او غواړي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جهادې مدرسې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د طا-لبانو د جهادي مدرسو په زیاتېدو اندیښنه ښودلې وه او ویلي یي وو، چې دا ډول مدرسې افغانستان کې توندلارۍ او تروریزم ته وده ورکوي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي شتون لري.
د طا-لبانو د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو ته رسېږي.
د طا-لبانو د بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوي او خلک وایي، چې د ښوونځيو په اړه پاملرنه کمه شوې.
اخوا د نجونو او ښځو پر زده کړو له بندیزونو وروسته اوسمهال په ټول هېواد کې له شپږم ټولګې پورته نجونې نه شي کولی، چې زده کړې وکړي.