اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مولوي کبیر: د امنیت شورا دوه غړي موږ سره همکاري کوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د رييس الوزراء سیاسي مرستیال وايي، تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت پر ضد پرېکړې کېدې؛ خو اوس د دغې شورا دوه دایمي غړي د امنیت شورا په غونډو کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.

مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره پر تعامل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل په برخه کې هېڅ ستونزه نشته او همداراز یې په ډاګه کړه چې، د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

مولوي عبدالکبیر وویل: «موږ په خپله دیپلوماسۍ کې دومره حد ته رسېدلي یو، چې په امنیت شورا کې دوه غړي وي همیش زموږ همکار پاتې کیږي. حتی د امربالمعروف قانون چې دنیا کې یې ډېره غوغا راپورته کړه، دغه قانون په اړه هم امنیت شورا نه و توانیدلی چې زموږ په اړه متفقه فیصله وکړي.‎»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو څرګندونو په بله برخه کې له نړۍ سره پر تعامل ټینګار کوي او وایي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره په تعامل کې هېڅ ستونزه نه لري او یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ناکارېدنې په تړاو ډاډ ورکوي.

هغه زیاته کړه: «که دنیا تشویش لري چې بیا به په افغانستان کې داسې ډلې ټپلې رامنځته شي نو مخکې هم تاته مشکل نه دی جوړ او اوس هم چونکه اسلامي نظام راغلی او اسلام له ځان سره د امن او سولې پیغام لري.»

مولوی عبدالکبیر دغه راز وایي چې ایران او قطر ته د سفر په لړ کې یې د فرانسې، کاناډا، اسټرالیا، سویلي کوریا، ایټالیا، جرمني او امریکا له استازو سره خبرې وکړې او دوی ورته ویلي، چې له اسلامي امارت سره په تعامل کې د نجونو د زده کړو له مسلې پرته بله هیڅ ستونزه نه لري.

سیاسي مرستیال وايي:« خپله امریکا او دا ټول پکې شامل و. دوی ته موږ ډېر په جرأت اعلان وکړ چې یوازې د نجونو له زده کړو پرته، چې هغه هم زموږ وزیرانو شورا پرېکړه نه ده چې دا نه کیږي، پرته له دې چې هره موضوع تاسې لرئ، د تعامل په برخه کې ما و ویل چې موږ تیار یو.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په هېواد کې د امریکا پر شل کلن حضور نیوکه کوي او وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د شل کلن حضور پر مهال له نشه يي توکو ګټنه لوړې کچې ته رسېدلې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا