مولوي کبیر: د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر ته سپارښتنه کړې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسي.
طا-لبانو په ټولو ادارو کې د دوی له کسانو پرته د نورو ځوانو کادرونو مخه نیولې.
د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون نن سې شنبه د (لړم لومړۍ نېټه) په خپله ویبپاڼه یو راپور خپور کړی او په کې ویلي یې دي، چې د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت ته د یوې لیدنې پر مهال سپارښتنه کړې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه دې ونیسي.
د طا-لبانو پر حکومت تور دی چې په تېرو درېیو کلونو کې په ټولو ادارو کې خپل کسان ګومارلي او په حکومتي ادارو کې د دندو لپاره یې د افغان کادرونو مخه نیولې، چې له دې امله افغان ځوانان له هیواده بهر کډوالۍ ته اړ کیږي.
د طا-لبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر غلام حیدر شهامت له مولوي کبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې یاده اداره په افغانستان کې ۳۷۷ مرکزونه لري، چې په ۱۱۱ بېلابېلو حرفوي او اساسي څانګو کې یې دا مهال ۸۰ زره کسان په زدهکړو بوخت دي.