اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مولوي عبدالکبیر: په هېواد کې د انرژۍ د تولید او صادرولو پوره امکانات لرو

دید خبرې آژانس: د طالبا-نو د رييس الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هڅې کوي چې، له کورنیو سرچینو په ګټنې افغانستان د انرژۍ تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړي.

مولوي عبدالکبیر هېواد کې د بنسټیزو پروژو ته په اشارې له هېوادوالو وغوښتل چې، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د نوموړي په خبره، په حکومتي ادارو کې د بډې ورکړه او اداري فساد لمنځه تللی او دمګړۍ په هېواد کې پانګونو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

در ییس الوزرا سیاسي مرستیال و ویل: « له بهره  موږ ته برښنا راځي، افغانستان د اوبو لمخې، د هوا لمخې دلته الحمد الله لمر شته دی، موږ او تاسو د ډبرو سکاره لرو، ډېر امکانات د دې لرو چې موږ خپل هېواد د برښنا په برخه کې پر صادراتي هېواد بدل کړو او نورو هېوادونو ته هم برښنا صادره کړو.»

مولوی عبدالکبیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وايي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره د اوبو مدیریت، د واټونو، لویو لاریو او حلقوي واټونو د  جوړولو په برخو کې بېلابېلې پروژې پیل کړې دي.

مولوی عبدالکبیر زیاته کړه: « موږ خو دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې په خپل ملت ظلم او زیاتی وکړو، موږ اسلامي نظام رامنځته کړی او اسلامي نظام باید د خلکو په خدمت کې وي، اسلامي نظام به د ملت د پرمختګ لپاره کار کوي.»

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال، محمد خالد سجستاني و ویل: « هره اسانتیا چې د شریعت په چوکاټ او د کابل ښاروالۍ په اصولو کې وي، موږ چمتو یو چې شپه او ورځ یې پانګوالو ته برابره کړو لکه د دغه مارکیټ او ځینو نورو مارکیټونو چې خپلې پانګې یې په خپل هېواد کې ولګوي.»

بل لور ته د سوداګریز مارکیټ مسوولین وایي، د دغه مارکیټ په جوړولو یې ۱۵ میلیونه ډالر لګولي او په یو کال کې جوړ شوی دی.

د مارکیټ د جوړولو پروژې مسوول، محمد موسی عیسی زي و ویل: « د یادونې ده چې د دغه سوداګریز مرکز هټۍ، کورونه، دفترونه ټولو هغو پانګوالو ته چې غواړي په دې سوداګریز مرکز کې پانګونه وکړي په مناسبه بیه له تخفیف سره په کرایه او پلور ورکول کیږي.»

د اسلامي امارت مسوولینو تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا