مولوي عبدالکبیر په بهرنیو اړیکو کې پر انډول ټینګار وکړ
دید خبرې آژانس: د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي وضعیت کېدو لپاره نړۍوالې ټولنې سره مثبت تعامل ته چمتو دی.

مولوي عبدالکبیر له ملي ټلویزیون سره خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې، که څوک د زو او بدماشۍ له لارې د افغانستان د اشغال هوډ لري نو په خبره یې، باید د سترو ځواکونو پر وړاندې د افغانستان له مبارزو زده کړه وکړي.
مولوي عبدالکبیر و ویل: « که څوک د زور او بدماشۍ له لارې راشي، زموږ د اسلامي نظام دښمن دی، د افغانستان خلک او اسلامي امارت به هیڅکله هم اجازه ورنکړي؛ خوکه له تېرو تجربو زده کړه ونه کړه، د افغانستان تاریخ د بدماشونو پر وړاندې معلوم دی.»
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي چې، افغانستان تېر کې د ناسم سیاست له امله د ختیځ او لویدیځ ځواکونو د ګټو قرباني شوی دی.
نوموړی پر بې پرې سیاست ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید د ختیځ او لویدیځ ترمنځ سیاسي انډول په پام کې ونیسي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال و ویل: « اړتیا ده چې موږ له افغانستانه د ختیځ د ګټو لپاره د لویدیځ او د لویدیځ د ګټو لپاره د ختیځ پر وړاندې وکاروو، بلکې افغانستان له څنګه چې اسلامي نظام دی او خپلواک دی او دا خپله خپلواکي او بې پریتوب باید وساتو.»
مولوي عبدالکبیر د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت مثبت بولي او زیاتوي چې سرپرست حکومت له نړۍ سره پراخې اړیکې لري.
نوموړي هغه هېوادونه هم سیاسي اړیکو ته رابللي چې، تر اوسه له سرپرست حکومت سره تعامل نه لري.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال و ویل: « د خپل ګاونډ، سیمې او ټولې نړۍ سره غواړو چې د شریعت په رڼا کې تعامل وساتو. په ټولې نړۍ غږ کوو چې، کابل کې سفارتونه نه لري، را دې شي کابل کې دې سفارتونه خلاص کړي او زموږ استازي چې تر اوسه په کومو هېوادونو کې نشته، زمینه دې برابره کړي چې، زموږ استازي هلته ورشي او سیاسي تعامل مو سره روان شي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه باندې درې کاله تېر شوي، خو تر اوسه د ګاونډيو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پيژندلی.