اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مولوي عبدالکبیر: تاجیکستان سره اړیکې د پراختیا په حال کې دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال وایي، تاجیکستان سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د دواړو لورو د استازو ترمنځ لیدنې هم زیاتې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو له ځینو مسوولینو سره په لیدنه کې دغه راز وایي، اسلامي امارت د پوهې او زده کړو ملاتړی دی او دیني او عصري علومو ته ارزښت ورکوي.

ښاغلی کبیر ټینګار کوي، چې د هېواد ساتنه او له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د ټولو افغانانو مسوولیت دی او دې مسوولیت ته د ترسره کولو لپاره باید په هېواد کې ځوانان د ننني عصر زده کړې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه: « تاجیکستان سره زموږ سیاسي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي، د پخوا پرتله توپیر پکې راغلی، د دوی پلاوی دلته راغلی او زموږ پلاوی هلته ورغلی دی او انشاالله چې نور به هم پرمختګ وشي خو سوداګري مو ورسره روانه ده د شېرخان بندر له لارې او ستونزه نه لرو.»

د اسلامي امارت دغه چارواکی د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وایي، سره له دې چې اسلامي امارت له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي ستونزې لري، خو له هغوی سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان ټول سوداګریز بندرونه پرانیستي دي.

نوموړی دغه راز ټینګار کوي، چې هره ورځ د اسلام کلا، تورغونډۍ، حیرتان، شېرخان او نیمروز د بندرونو له لارې له ایران، ترکمنستان، تاجیکستان او ازبیکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.

مولوي عبدالکبیر په دې اړه و ویل: « د سوداګرۍ بندرونه د افغانستان له ټولو ګاونډیو سره خلاص دي، موږ په ګاوڼدیو کې له ځینو هېوادونو سره سیاسي ستونزې لرو خو د سوداګرۍ بندر مو ورسره خلاص دی، ایران سره زموږ د سوداګرۍ بندرونه خلاص دي، بندر نه، نیمروز او سلام کلا تاسو ته مالومات دی، له ترکمنستان سره تور غونډۍ او اقینې بندرونه خلاص دي او له ازبیکستان سره هم حیرتان بندر دی.»

اوس پوښتنه دا ده چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره څه ګټه لري؟

د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکني په دې اړه داسې وایي: « که د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې له نړۍ سره پراخې شي نو کولای شي د سواګرۍ او پانګونې پر زیاتوالي مثبتې اغېزې ولري او ورسره افغانستان له سیاسي انزوا وځي.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز زیاتوي چې، په وروستیو درېيو کلونو کې د قوشتيپې کانال او لغمان کې د شاهي کانال جوړولو، د اسلامي امارت د رهبر له لوري د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت، زېرمه کولو او شاوخوا ۵ میلیونه ټنو ته د غنمو د کچې لوړولو او د کوچنیو چک ډېمونو د منظوري په ګډون په افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي چې په خبره یې، وروستیو شلو کلونو کې څوک بیلګه نشي وړاندې کولی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا