مولوي عبدالکبير: د طا-لبان د پاليسي پر بنسټ افغان کادرونه ګومارو
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير له یو شمېر فارغو شویو ډاکترانو سره په لیدنه کي ویلي، چې دوی د «اسلامی امارت د پاليسي» له مخې په عملي او تخصصي مرکزونو کې ګومارني کوي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د روغتيایي سیسټم لویه برخه د مسلکي کسانو له نشتون سره مخ ده.
د طا-لبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ویلي، چې د اکمال تخصصي زده کړو څخه فارغ ډاکټرانو له طا-لبانو څخه د امکاناتو د برابرولو او ملاتړ غوښتنه کړې.
ډاکترانو زياته کړې: «د هېواد روغتیايي سکتور کې د پرمختګ لپاره له پوهنتون څخه فارغ ګڼ شمېر ډاکتران د تخصص بشپړولو هیله لري.»
د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی پر افغان کادرونو تکيه لري او د همدې ډاکترانو پر وړانديزونو به غور وکړي.
هغه زياته کړې: «د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ په علمي او تخصصي مرکزونو کې په مناسبو امکاناتو د افغان کادرونو د ګمارنې هڅې پیل شوي دي.»
پر طا-لبانو نيوکې کيږي، چې مسلکي بستونه یې غيري مسلکي کسانو ته ورکړي او په روغتيايي ادارو کې يې هم «طا-لب او ملا» ګمارلی او د ټاکلو معيار يې «دیني زده کړي او جهاد» ټاکلی دی.
په ډېرو ولایتونو کې له دولتي روغتونو څخه په زيات شمېر متخصص ډاکترانو هم دندي پرېښي او ګيله کوي، چې طالبان تنخوا او امکانات پر وخت نه ورکوي او ورسره د مور او میري چلند کوي.
په تېرو درېيو کلنو کې د بيلابيلو پوهنتونو د طب له پوهنځيو څخه فارغ کسان هم د ندو په پيدا کېدو ستړي شوي او نااميده شوي دي.
نړيوالو هم په افغانستان کې د روغتيا پر ناسم سيستم اندېښنه ښودلې.
د همدې کال په لومړۍ مياشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.
نوموړی وايي په افغانستان کې میلیونونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: «نږدې ۱۸میلیونه کسان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.»