اسلایدشوافغانستانټولنهګزارش

مولوي جمال: د لرغونو او فرهنګي ځایونو بیارغونه زمونږ لومړیتوب دی

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ستر محدث امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمة الله علیه له زیارت څخه لیدنه کړې ده.

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، له یاد زیارت څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغه ولایت یو شمېر فرهنګي او تاریخي سیمې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه یې کړې چې د بودجې په ځانګړې کولو سره اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد ولایت د لرغونو ځایونو بیارغونې ته پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د ستر محدث امام قتیبه بن سعید بغلاني رحمة الله علیه روح ته د دعا کولو ترڅنګ؛ ویلي دي چې په بغلان کې د تاریخي او فرهنګي سيمو بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې ژمنتیا هم شته، څو د هر ولایت تاریخي لرغونتیا او د لرغونو ځایونو ارزښت ته په کتو، بېرته ورغول شي او د لمنځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا