اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیمه

مولانا د اسلام اباد پر تګلارې سخته نیوکه وکړه

دید خبرې آژانس: د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد پر تګلارې سخته نیوکه کوي.

هغه وایي، پاکستان له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې پاتې راغلی او دا فرصت یې له لاسه ورکړی چې اسلامي امارت خپل یو ډیپلوماټیک متحد وګرځوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن وايي: «په افغانستان کې له ظاهرشاه نیوې بیا تر اشرف غني پورې هند پلوي حکومتونه واکمن وو. اوس یوازې د اسلامي امارت حکومت پاتې دی، چې موږ کولای شو هغه په ډیپلوماټیک بریالیتوب سره د پاکستان ملاتړی کړو، خو موږ هغوی هم له ځانه لېرې کړل.»

مولانا فضل‌الرحمن دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو او افغانستان او پاکستان په بندرونو کې د باروړونکو موټرو پر درولو هم سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول سیاستونه د دواړو هېوادونو په زیان دي.

هغه له پوځي پالیسیو د اقتصادي تګلارې پر بېلولو په ټينګار سره، د پاکستان له پوځه غوښتي چې د افغانستان په تړاو خپله تګلاره بدله کړي.

هغه زیاتوي: «زما پیغام د پاکستان پوځ ته دا دی چې اعتراف وکړي، دا مهال د دوی ترشا یو پیاوړی سیاسي ځواک نشته. کله چې له هند سره کومه مسأله مخې ته راځي، ټول ملت په یوه لیکه کې درېږي.

خو که له افغانستان سره کومه مسأله پیدا شي، ملت به په یوه لیکه کې ونه درېږي، ځکه د دواړو ځمکنی وضعیت توپیر لري.»

نوموړي تر دې وړاندې هم په ځلونو پر هغه څه چې « د افغانسان په تړاو یې د پاکستان ناسم سیاستونه» بللې، نیوکې کړې دي.

د افغان کډوالو د جبري اېستلو، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو او د پاکستاني چارواکو له لوري له افغان خاورې د وسله والو د کار اخیستو په تړاو د شویو ادعاوو په ګډون ځينو ستونزو د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button