اسلایدشوافغانستانسیاسيکډوالي

منصور: د افغان کډوالو جبري ایستل ظلم دی

دید خبرې آژانس: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل ظلم بولي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په یوې مناظره کې ټینګار کوي، چې افغانان له کلونو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي او هلته یې پانګونه کړې او باید په دا ډول ونه‌ ایستل شي.

نوموړی زیاتوي که‌چېرې د افغانانو دغه شتمنۍ افغانستان ته راولېږدول شي، د هېواد اقتصاد به نوره وده هم وکړي.

عبداللطیف منصور په دې هکله وايي:«دې ته ظلم وايو، دې ته جبر وايو، دې ته زیاتی وایو، افغانان باید په یو وخت کې د دې پوښتنه وکړي او کوي به یې؛ دا ځينې خلک به یې په نشه‌ کې وي، د قدرت نشه‌ ډېره هغه وي، دوی دې د ملتونو تاریخ ته وګوري، دوی دې اسلامیت ته وګوري، دوی دې کلتور او د افغانانو او د دغو خلکو اړیکو ته، چې له پېړیو پېړیو یې سره لرلې وګوري.»

له دې سره هم‌مهاله، د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ، او د هغه د اقتصادي او اداري مرستیالانو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په ګډون له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ځانګړې غونډه شوې ده.

د غونډې ګډونوالو له افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند وغنده او د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، او نفوذ لرونکو شخصیتونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې، خپل اسلامي او انساني مسوولیتونه ادا کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«د غونډو غړو له افغان کډوالو سره د غیر اسلامي او د غیر انساني چلند او د ټولو اصولو پر خلاف په زور را ایستل په کلکو ټکو وغندل، دغه کړنې یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړۍوالو اصولو او د ګاونډيتوب د حقوقو خلاف عمل وباله.»

بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د درېدو غوښتنه کړې ده.

په سوېلي اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ له پاکستان او یا هر بل هېواده د افغان کډوالو د هر ډول جبري ایستلو خلاف یو، هیله لرو چې له پاکستانه د جبري ایستلو یا د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو بهیر ودرول شي او د هغوی حقونو ته درناوی وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې له دغه هېواده درې مېلیونه افغانان وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button