اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

ملګري ملتونه: ۱۷ زره کسان د طا-لبانو په زندانونو کې دي

ډيډ خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د خپل نوي راپور په خپرولو سره چې د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې موده تر پوښښ لاندې نیولې، ویلي چې ۱۷ زره کسان د طا-لبانو په زندانونو کې دي.

تېره ورځ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور خپور کړ، چې د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې موده پوښي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طا-لبانو د زندانونو ادارې پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې به په منځنۍ کچه ۱۰ زره بندیان وساتي، خو د ۱۷۰۰۰ څخه د زیاتو بندیانو شتون د بندیانو د شمېر د زیاتوالي ښودنه کوي.

د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر (یوناما) ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال د خلکو د «بې عدالتي وژنو او همدارنګه د شکنجې، ناوړه چلند، په خپل سر د توقیف او ورکېدو» ۸۰۰ قضیې ثبت کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت او د طا-لبانو د استخباراتو د عمومي ریاست په زندانونو کې بندیان هره ورځ د «شکنجې» او نورو ډولونو نامناسب چلندونو شاهدان دي.

یوناما زیاته کړې، چې د طا-لبانو په واکمنۍ کې د بندیانو حقوقي او قانوني مصونیتونه نه پلي کیږي، د نورو شیانو ترڅنګ د بندیانو کورنیو ته د لیدنې وخت نه ورکول کیږي او بندیان د بند په موده کې مدافع وکیلانو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په دغه راپور کې د طا-لبانو د حکومت د تعلیم، لوړو زده کړو او د ښځو د کار د بندولو د سیاست د دوام او په اروزګان ولایت کې د هزاره ګانو د ځمکو د غصب او تخریب او د محرم په میاشت کې شیعه وګړو ته د ګواښونو په اړه هم یادونه شوې ده.

ملګرو ملتونو لیکلي چې د جولای په ۲۵مه او ۲۶مه د ارزګان خاص ولسوالۍ شپږ هزاره اوسېدونکي وهل شوي او شیعه وګړو ته د امنیتي ستونزو له امله د عاشورا په مراسمو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دغه راپور له مخې، د بېلګې په توګه، د جولای په ۲۷ مه په بدخشان کې، د طا-لبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د ساعتونو لپاره یې ۷ تنه هغه کسان بندیان کړل چې ږیرې پرې کړې وې.

دې موسسې زیاته کړه چې طا-لبانو په فاریاب ولایت کې «۲۹ زده کوونکي» چې د خپل ټولګيوال د کوژدې په محفل کې یې موسیقي غږولې وه وهلې، سرونه یې پرې کړل او ۱۸ ساعته یې بندیان کړل.

د ملګرو ملتونو په نوي درې میاشتني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ښکاره قضيې شاملې دي، چې د دغه سازمان په وینا که د طا-لبانو حکومت د دغو قضیو د اصلاح لپاره اقدام ونه کړي، نو د سولې لپاره به هیلې تورې شي.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپل نوي راپور کې د نیول شویو کسانو په تازه شمېرو کې د ښځو د حقونو فعالان، د پوهنې فعالان، خبریالان او په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ مخالفین شامل دي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د افغان ښځو د حقونو سازمانونو له طا-لبانو غوښتي چې جولیا پارسي، ندا پرواني او مطیع الله ویسا له بنده خوشې کړي.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، چې طا-لبانو په دې وروستیو کې په خیرخانه کې د «افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو غړې منېژه صدیقي» نیولې ده.

د هغې خپلوانو تایید کړه چې د هغې له ورکېدو دوه اونۍ وروسته دوی ته معلومه شوه چې طا-لبانو مېرمن صدیقي زنداني کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا