اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: په تېرو دوو کلونو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي

دید خبری آژانس: دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د اګست له ۱۵ نیټې وروسته په تیرو دوو کلونو کې له ۶۰۰ زرو څخه ډیر افغان اتباع په پاکستان کې کډوال شوي دي.

د دغه کمېشنر د شمېرو له مخې چې د جون په میاشت کې خپره شوه، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۳،۵ میلیونو تنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي ویلي، تر اوسه ۱.۳ میلیونه کډوال ثبت شوي او شناختي کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپریس ټریبون لیکي، چې شاوخوا ۶۸،۸ سلنه افغانان د پاکستان په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې او ۳۱،۲ سلنه یې د کلیو په ګډون په ۵۴ بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

د ۲۰۲۳ د جون تر میاشتې پورې، په پاکستان کې د ټولو غیرقانوني مهاجرینو ۷۳۵,۸۰۰ یا ۵۲٫۶ سلنه په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي.

په ورته ډول، ۲۴٫۱٪ په بلوچستان کې، ۱۴٫۳٪ په پنجاب، ۵٫۵٪ په سند او ۳٫۱٪ په اسلام آباد کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۱۶ زره افغانان د داوطلبانه راستنېدو د پروګرام له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۸۸۰ زره کډوالو ته د تابعیت کارتونه (ACC) ورکړي، چې تېر کال یې موده پای ته ورسېده.

د دغه کمیسون ویاند زیاته کړه، چې د افغان کډوالو د راجستریشن کارتونو د تمدید په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي او دوی هیله من دي، چې په دې برخه کې مثبتې پایلې ولري.

د افريدي په وينا، د پاکستاني چارواکو دغه مثبته پرېکړه به د هغو افغان کډوالو اندېښنې هوارې کړي، چې د کارتونو د نه ختمېدو له امله په بې باورۍ او اضطراب کې دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخې توقیف راپورونه ورکړل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا