ملګري ملتونه: په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ظلم کچه ډېره ظالمانه ده
ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وايي، طا-لبانو د ښځو او نجونو په ګډون د افغانانو پر ازادۍ باندې یو منظم برید کړی، چې بې شمېره ظلمونه ورسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک وايي، په افغانستان کې بشري حقونه د سقوط په حال کې دي.
واک ته د طا-لبانو له راتګ او په هره کچه د اداری ملاتړ له کمېدو څه باندې دوه کاله وروسته، هغه د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د دې تشې په ډکولو کې مرسته وکړی.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې په ترڅ کې ترک وویل: «د افغان ښځو او نجونو د ځورونې دردونکې کچه ظالمانه ده».
هغه زیاته کړه: افغانستان د یوازینی هیواد په توګه چې ښځې او نجونې ثانوي او لوړو زده کړو ته له لاسرسي څخه محرومې دي، یو ویجاړونکی ریکارډ جوړ کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې له دندې یا نمایندګۍ څخه د ښځینه وکیلانو او قاضیانو په ایستلو سره ښځې او نجونې د استازیتوب او عدالت ته د لاسرسي کمه وړتیا لري.
د طالبانو دغه حکم نړیوال اعتراضونه راوپارول. خو د هبت الله اخندزاده په ګډون طا-لب چارواکو نورو هېوادونو ته ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.