اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو ۳.۵ میلیونو ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي ده

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یې ۳.۵ میلیونو میندو او میندواره ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. دغې ادارې ويلي، له افغان ښځو سره شوې دغه مرستې یې د لسو میاشتو په موده کې کړې دي.

دغې ادارې ویلي، یادې مرستې د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتې د امریکا د نفوسو، کډوالو او پناه اخیستونکو چارو وزارت په مرسته شوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د یکشنبې په ورځ د (لړم۲۷ مه) په ایکس پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې هغه میندواره ښځې او هغه ښځې چې تازه میندې شوې د اوسني ناورین له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.»

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په داسې حال کې افغان مېرمنو ته د ژوند ژغورلو د مرستو برابرولو ویلي، چې تر دې مخکې یادې ادارې ویلي و، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د مخکنیو تدابیرو د نه شتون او اختلالاتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اروپايي ټولنه وايي، په سلو کې ۹۰ښځې اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او افغانستان په نړۍ کې د ميندو او ماشومانو د مړينې تر ټولو د لوړې کچې هېوادونو په کتار کې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا