Uncategorized

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو پر تولید له بندیز سره مړینې زیاته سوی دي

دید خبرې آژانس: ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د تریاکو پر تولید د طا-لبانو له بندیز سره نشه یانو مصنوعي نشه يي توکو ته مخه کړې چې لا د مخه اروپا کې مرګوني وو.

پر ۲۰۲۲ کال د طا-لبانو د مشر په فرمان پسې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، چې هیرویین یا پوډر ترې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمو اداره نن د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلني راپور کې وايي، په افغانستان کې د تریاکو یا اپینو دغه بې ساري کمېدل به د افغانستان، ټرانیزیټي او مقصدي هېوادونو لپاره ګڼې پایلې ولري.

دا اداره وايي، د طا-لبانو بندیز سره به د نشه يي توکو مارکېټ کې د نګه یا سوچه هیروین یا پوډر هم کم شي.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم سږ کال په ځینې سیمو کې د تریاکو د تولید زیاتېدو نښې شته، خو پخوانۍ کچې ته رسېدلی نه شي.

د امریکا په یرغل پسې افغانستان د نړۍ د نشه يي توکو په تر ټولو ستر صادروونکي بدل شو، خو د طا-لبانو واکمنېدو پسې د دې ډلې مشر په ۲۰۲۲ کال د دې توکو پر کر، تولید او تجارت بندیز ولګاوه.

د دغه بندیز د یو کال تېرېدو سره افغانستان د نشه يي توکو د تولید نوملړ کې خپل ځای میانمار ته پرېښود.

خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره وايي، په میانمار کې د افینو یا تریاکو د تولید ۳۶ سلنې زیاتېدو سره بیا هم هیرویین یا پوډر په نړیواله کچه ۷۵ سلنه کم شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا