اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملګري ملتونه: پنجشېر کې بشري وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د یوناما استازو د پنجشېر له سیمه‌ییزو مسوولینو سره کتنه کې ویلي چې د دوی د ارزونو پربنسټ پنجشېر کې د بشري حقونو او بندیانو وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی دی.

د یوناما استازو دغه راز ویلي، نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو پلي کېدو په موخه یوه لویه غونډه جوړه کړي.

د بشري حقونو شورا د مرکزي زون رییس، نایل ویلا رومان ویلي: « موږ د زندان له مسوولینو سره ناسته لرله، بندیانو مو له نږدې ولیدل هیڅ بندي شکایت نه لره، بندیانو ته ټول حقوق ورکړل شوي و او پنجشېر کې د بشري حقونو وضعیت ښه دی.»

د پنجشېر والي دغه کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو مراعتولو ته ژمن دی.

محمد اغا حکیم د بشري حقونو شورا او یوناما له استازو غوښتي چې دغه ولایت کې روغتیا، پوهنې، اقتصاد او نورو بنسټیزو پروژو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د پنجشیر والي، محمد اغا حکیم زیاته کړې: « اوونۍ کې به یوه ډله بهرنیان راتلل، په خپله پروژې راغلې، هلته خلکو ته رسېدنه وشوه، ډېر محروم خلک و، پنجشېرهم د نورستان په شان دی.» 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او یوناما استازو د پنجشېر له مسوولینو سره دغه کتنه کې ټینګار کړی چې نړۍواله ټولنه افغانستان امنیت، سوله او ارامي غواړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا