اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: پر افغان ښځو د ظلم او ستم د پای ته رسولو لپاره نړۍ باید ګام پورته کړي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې نړۍ باید سمدستي پر افغان ښځو او نجونو د ظلم او ستم د پای ته رسولو لپاره ګام پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي: “هغه ظلم چې افغان ښځې او نجونې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې ورسره مخ دي د اندازې او نسلي اغېزو له پلوه ساری نه لري.”

د دغه بنسټ په بیان کې راغلي چې د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو او کار باندې یو لړ بندیزونو په روان نسل مخرب تاثیرات پرېښي او یوه بېلګه یې په وروستیو کې د امیندوارو ښځو د مړینې لږ تر لږه پنځوس فیصده زیاتېدل دي.

دې بنسټ دا مسئله له ښوونځیو د څه باندې یو میلیون نجونو او له پوهنتونو د څه باندې یو لک نجونو او ښځو د ممانعت د تاثیراتو سره تړلې بللې ده.

طا-لبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. طالبانو له دې مخکې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیزهم لګولی دی.

طا-لبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. طالبانو له دې مخکې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیزهم لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اروپايي ټولنې په ملتیا د جون په لسمه د طا-لبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د جنسیتي پروفایل یا پيژندګلوۍ بشپړې پایلې خپرې کړي دي.

دغه څېړنیز راپور کې راغلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو د جنسیت د مساواتو په برخه کې لاسته راوړنې او اساسي برخې په څه باندې اویاوو فرمانونو، بیانونو او چلندونو سره له منځه وړي.

په خپرو شویو ارقامو کې ښودل کېږي چې دمګړی یواځې یو فیصده افغان ښځې په ټولنه کې پر نورو د نفوذ لرلو یادونه کوي حال دا چې نږدې ټولې نورې د بېواکۍ یا نفوذ د بایللو خبره کوي.

په دغې څېړنه کې دا ادعا هم شوې چې د سروې د ګډونوالو اته فیصده خلکو ویلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې لږ تر لږه یوه ښځه یا یوه نجلۍ پېژني چې د ځان‌وژنې هڅه یې کړې ده.

همدارنګه اتلس فیصده ښځو بیا ویلي چې په درېیو میاشتو کې له کوره بهر نه دي وتلي او نورې ښځې او خورلڼې یې نه دي لیدلي.

طا-لبانو پارکونو، تفرېح‌ځایونو، ورزشي کلبونو او ګڼو نورو عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

دا سربېره په دې چې ښځې د کار او زده کړو له حقونو تر ډېره محرومې ګرځول شوي دي.

اخوا د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې دغې څېړنه کې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د ښځو د مدني ټولنو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د دوامداره بودیجې برابرول وړاندیز شوي.

همدارنګه په سپارښتنو کې د جنسیت د مساواتو د هڅو د تمویل یادونه شوې ده.

د دغو وړاندیزونه یوه برخه وايي چې باید د تبعیضي چلندونو د عادي ګڼلو له مسئلې ډډه وشي.

همدارنګه په ټولو برخ کې د بشر او ښځو حقونه په پام کې ونیول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا