اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملګري ملتونه: مونږ په دی موقف کې نه یو چې هیوادونو ته ووایو په کومه غونډه ګډون وکړی

دید خبرې آژانس: سټیفن دوجاریک، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وویل چې سازمان په دې موقف کې نه دی چې د هیوادونو استازو ته ووایي چې په کومه غونډه کې ګډون وکړئ او په کومه کې یې مه کوئ.

د دوحې درېیمې ناستې ته د ښځو او مدني ټولنو د استازو نه وربلل د دې غونډې په ورځو کې توده موضوع ګرځېدلې وه. نیوکه کوونکي وايي، ملګرو ملتونو طا-لبانو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره امتیاز ورکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه ناسته د هېوادونو او طا-لبانو د ځانګړو استازو تر منځ وه، «نه بین الافغاني ناسته.»

ډو جاريک وويل، هر ځانګړي استازي کولای شوای د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د نشه يي توکو پر مسلې خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، اغلې ډي کارلو او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دې غونډه کې او په کابل کې له طا-لبانو سره په خپلو پخوانیو ناستو کې هم د ښځو موضوع یاده کړې وه.

دوجاریک ټینګار وکړ د ښځو او بشری حقوقو موضوع هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې هره ورځ مطرح کوي او د دغه سازمان د ټولو بحثونو په سر کې ځای لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا