ډید خبري اژانس: وروسته له هغې چې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د یوې میاشتې په دننه کې به تر یو میلیون زیات غیر قانوني کډوال ونیسي او له هېواده وویستل شي، ملګرو ملتونو له دغه اقدام سره مخالفت وکړ.
پرون ملګرو ملتونو د پاکستان له خوا د یو میلیون څخه د زیاتو «ناقانونه افغان کډوالو» د ایستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل مخالفت وکړ او ویې ویل: بیرته ستنیدل باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان اپریدي وویل: د کډوالو هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي، ترڅو د هغو کسانو خوندیتوب ډاډمن شي چې د خوندیتوب په لټه کې دي.
پاکستان پرون ټولو «ناقانونه مهاجرینو» ته یوه میاشت وخت ورکړ چې د نومبر په لومړۍ نیټه له هیواد څخه ووځي.
افریدي زیاته کړه: موږ د ناقانونه افغانانو د ایستلو د پلان په اړه په مطبوعاتو کې مغشوشونکي راپورونه لیدلي او موږ له خپلو حکومتي شریکانو څخه وضاحت غواړو.
هغه پر اسلام اباد غږ وکړ، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د کډوالو کوربه توب کوي، څو یو داسې میکانیزم رامنځته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانان د نړیوال خوندیتوب له مخې نه شړل کېږي.
هغه په دوام وويل: موږ بايد دا هم په پام کې ونيسو چې هغه کسان چې له تعذيب څخه تښتي اکثراً لازم اسناد او د سفر جواز نه لري.
هغه وویل چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر چمتو دی چې د یو میکانیزم رامینځته کولو کې د پاکستان ملاتړ وکړي ترڅو د دې هیواد په خاوره کې نړیوال محافظت ته اړتیا لرونکي خلک اداره او راجسټر کړي او «ځانګړي زیانونو» ته ځواب ووایی.
د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې د راجستر شویو کډوالو حیثیت لري او ۸۸۰ زره نور په پاکستان کې د قانوني استوګنې حیثیت لري.
د پولیسو د شمېرو له مخې، د سپټمبر له پیل راهیسې لږترلږه ۷۰۰ افغانان په کراچۍ او سلګونه نور په نورو ښارونو کې نیول شوي دي.