اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملګري ملتونه: د افغان ښځو له پیاوړي کولو ملاتړ کو

دید خبرې آژانس: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه خپل پروګرامونه پیاوړي کوي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې په دې پروګرامونو کې معیشت، کارموندنې او سوداګرۍ ته د راستنېدونکو کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو لاسرسى شامل دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون زیاتوي، چې په همدې موخه یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي سوداګرۍ له څانګې سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.

د ښځو په ژوند کې محدودیتونه او بنديزونه

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې په هېواد کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار او فعالیت بندیز لګولی دی. هغه بندیز چې ډوډۍ ګټونکي مېرمنې يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو محدودیتونه او بندیزونه له دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو پر مقدار او همدارنګه د مرستو د رسولو پر بهیر مستقیم اغېز لري.

له بلې خوا، طا-لبانو د خپل راتګ له پیل راهیسې تقریباً د ښځو ټول حقونه او آزادي تر پښو لاندې کړي دي. تر دې حده چې د دوی په حکومت کې ښځې او نجونې نه شي کولای تر شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي،تحصيل وکړي، ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي، په ټولنه کې راڅرګندې شي او په حکومتولۍ کې برخه واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا