ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو هڅې روانې دي
ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي، د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې روانې دي.
سټېفن دوجاریک دغه څرګندونې پرون (دوشنبه د حمل ۲۰مه) په یوه خبري غونډه کې وکړې.
د هغه په وينا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم مشخص مهالوېش نشته.
د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ملګرو ملتونو یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې وه.
طا-لبانو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د اضافي ځانګړي استازي ټاکل اړین نه دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د یوناما په موجودیت کې د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
د هغه په وينا، د سيمې هېوادونه بايد له طا-لبانو سره د «مثبت تعاملاتو د ډېرولو او دوام» لپاره سيمه ييزې مشورې وکړي.