اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملګرو ملتونو: پاکستانې طا-لبان په افغانستان کې ستره ترهګره ډله ده

دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې پر دا/عش او القا/عده څارونکې ډلې په خپل تازه راپور کې د پاکستان د طا-لبانو تحریک «په افغانستان کې تر ټولو ستره ترهګره ډله» بللې ده.

د دغه راپور له مخې ټي‌ټي‌پي ډله د افغانستان د طا-لبانو د تدارکاتي او عملیاتي ملاتړه برخمنه ده.

د ملګرو ملتونو دغه څارونکې ډله په خپل پنځلسم راپور کې په افغانستان کې د دا/عش او القا/عده ډلې د وضعیت په اړه لیکلي، چې افغان طا-لبان ټی‌ټي‌پي ترهګره ډله نه بولي او ورسره نږدې اړیکې پالي.

دغې ډلې زیاته کړې، چې پاکستاني طا-لبان د شپږو زرو او یا شپږ نیم زره وسله‌والو په لرلو سره په افغانستان کې د مېشتو ۲۴ ترهګرو ډلو په منځ کې ستره ترهګره ډله شمېرل کېږي.

دغې ډلې په خپل راپور کې دا رنګه لیکلي، چې په افغانستان کې پاکستاني طا-لبان په لویه کچه کړنې ترسره کوي او په ۲۰۲۳ کال کې یې ۱۲۱۰ بریدونه کړي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې دوی ۵۷۳ بریدونه کړي ول.

دغه راپور کې د دا/عش په اړه ویل شوي، چې دغه ډله په سیمه کې د څلورو او شپږو زرو په شاوخوا کې وسله‌وال لري او په روسیه کې یې د څو بریدونو پړه هم منلې ده.

د ملګرو ملتونو دغه راپور داسې مهال خپرېږي، چې په دې وروستیو کې ځینو باوري سرچېنو ویلي و چې طا-لبان غواړي پاکستاني طا-لبان د غزني په ولایت کې ځای پر ځای کړي.

دغو سرچېنو دا هم ویلي و، طا-لبان غواړي دغه وسله‌وال په هغو ښارګوټي کې ځای پر ځای کړي چې له پاکستانه د اېستل شویو کډوالو لپاره جوړ شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا