ملګرو ملتونو عربستان ته د طا-لبانو څلورو کسانو ته د سفر اجازه صادر کړ
دید خبرې آژانس: د ملګروملتونو امنیت شورا د حج دمناسکو د ترسره کولو لپاره د طا-لبانو ډلې څلورو مشرانو لپاره سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړ.
د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې اعلامیه کې وويل، د افغاسنتان د ریس الوزرا سیاسی مرستیال محمد عبدالکبیر، دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب لپاره مجوز صادر کړی تر څو د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره عربستان ته سفر وکړي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا ددغې اعلامیه پر بنسټ، د طا-لبانو د دغو لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر اجازه وړمه شپه یعني د جوزا په ۱۷صادر شوی دی.
دغه کسان د ملګروملتو د بندیز په لیسټ کې شامل دي او ممنوع السفر دي.
داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا متحده عربی اماراتو ته د سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق وروستي سفر ته کومه اشاره نه ده کړې او مشخصه نه ده چې دغه سفر هم د امنیت شورا په اجازه تړسره شوی دی او کنه، خو ځیني راپورونه ښئ چې متحده عربی اماراتو ته د افغانستان د طا-لبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو په سفر دامریکا خارجه وزارت بیګا خبل غبرګون ښودلی او ويلي دي چې هیوادونه باید د بایکاټ شوو کسانو د سفرونو په باب قواعد او مقررات ترسړه کړي.