اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملګرو ملتونو: د طا-لبانو د امربالمعروف قانون به د بشریت ضد جرایمو لامل شي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طا-لبانو د امربالمعروف په قانون اندېښنه څرکنده کړه او ویې ویل؛ دا قانون په افغانستان کې د بشري حقونو د شاتګ ښکارندویي کوي.

دوی وایي، چې دا قانون تبعیض او د خلکو ځپل بنسټیز کوي او د بشریت ضد جرمونو لامل کیږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د طا-لبانو د امربالمعروف دا قانون به د افغانانو پر ژوند د یادې ډلې “ظالمانه تسلط” لا پسې ژور کړي.

دوی ټینګار وکړ، چې د طا-لبانو یاد قانون تبعیضي سیاستونه لکه جبري حجاب، د ښځو لپاره د نارینه سرپرستي (محرم لرل) او په عامه ځایونو کې د نارینه او ښځو د جلا کولو مسایل لا پسې پراخوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان په دې باور دي، چې د طا-لبانو نوي قانون به د خلکو د ځپلو پیښې ډیرې کړي او ښځې به له کوره بهر د سندرو ویلو یا خبرې کولو له امله هم مجازات شي.

د دغو کارپوهانو په خبره، د طا-لبانو د امربالمعروف قانون ال جي بي ټي کیو ټولنه جرم ګڼي او د مذهبي لږکیو حقونه محدودوي.

په دغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویل شوي، چې د طا-لبانو د امربالمعروف قانون د بیان پر ازادۍ سخت محدودیتونه لګوي، خبریالان یې له ډېرو ګواښونو سره مخ کوي، د خپلواکو راپورونو او په افغانستان دننه او بهر کې د معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي.

دغه کاپوهان ټینګار کوي، چې دا قانون د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکو ته پراخ واک ورکړی څو خلګ په خپل سر ونیسي او سزا ورکړي.

دوی وايي، چې یاد قانون د امربالمعروف وزارت محتسبینو ته اجازه ورکوي، چې د خلګو کورونو ته ننوځي، د خلګو خصوصي حریم کې لاس وهنه وکړي او په افغاني ټولنه کې د ډار فضا خوره کړي.

کارپوهانو ویلي دي، چې نړۍواله ټولنه د دې ترڅنګ چې د افغانستان د بشري حقونو د نړۍوالو مکلفیتونو پام کې نیولو او په اوسنيو حالاتو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ځواب ویلو غوښتنه کوي، د جنسیتي توپیر د پېژندولو غوښتونکي دې هم شي.

د یادولو ده، چې په وروستیو ورځو کې د بشري حقونو سازمانونو او د بشري حقونو مدافعینو د طا-لبانو د نوي قانون پر ضد پراخ اعتراضونه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا