اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

ملکرو ملتونو ویاند: د دوحې د غونډې هدف له نړۍ سره خبرو ته د طا-لبانو هڅول دي

د ملګروملتونو ویاند وايي، د دوحې د غونډې هدف دا دی چې طا-لبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.

سټیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.

دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډې”د یوې پروسې برخه ده، نه یوه ناسته او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې پروسې برخه وي.

طا-لبان به د راتلونکې اوونۍ په پای کې (د سرطان لسمه او یوولسمه) قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي چې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو ځانګړي استازي پکې برخه اخلي.

دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه ناسته ده خو له دې نظره لومړۍ ده طا-لب چارواکي پکې ګډون کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا