اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملا یعقوب: ځانګړي ځواکونه د نظام د مخالفینو پر وړاندې یوه نه ماتېدونکې کلا ده

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د فاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغې ډلې د ځانګړو ځواکونو فرقې له قومندانۍ څخه د یو شمېر منسوبینو په فراغت غونډه کې وویل: «ځانګړي ځواکونه د اسلامي نظام د مخالفینو پر وړاندې یوه نه ماتېدونکې مستحکمه کلا ده.»

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې دغه ځواکونه له پرمختللو تجهیزاتو په استفادې او له مسلکي زده کړو وروسته په هېواد کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه توګه دفاع کوي.

د طا-لبانو دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت اړوند ۹۴۷ تنه ځانګړي کماندو ځواکونه د سختو تمریناتو او تعلیماتو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شوي دي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې طا-لبانو په دې وروستیو کې په خپلو امنیتي لیکو کې د ځوانانو د جذبولو بهیر چټک کړی او همداراز یې خپلو پخوانیو ځواکونو ته د روزنې چارې زیاتې کړي دي.

طا-لب چارواکي په داسې حال کې د افغانستان له خاورې څخه د دفاع خبرې کوي، چې پر افغانستان د دوی له بیا ځلې واکمنېدو سره یو ځل بیا القاعدې ډلې په افغانستان کې خپل مرکزونه جوړ کړي، دا/عش ډله پکې پیاوړې شوې ده او د پاکستاني چارواکو په خبره طا-لبانو د تحریک طا-لبان پاکستان غړو ته هم په دغه هېواد کې پناه ځایونه ورکړي دي.

طا-لبانو بیا تل دا تورونه رد کړي او وایي، چې دغه ډله د ترهګرو ډلو پروړاندې سخته مبارزه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا