اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا یعقوب مجاهد: امریکا له موږ سره د دښمنۍ پر لور روانه ده

دید خبری آژانس: د ملی دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایی، د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې د «اسلامی شریعت» او د افغانستان د کلتور خلاف دی، چې موږ ته د منلو وړ نه دی.

مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان یو “خپلواک” هېواد دی او بهرنیانو ته یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي.

مجاهد: امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دښمنۍ په حال کې ده، موږ له امریکا غواړو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه: امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دښمنۍ په لاره کې ده او له امریکا غوښتنه کوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی.

د مجاهد په وینا، افغانستان باید په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې خپله ازادي ولري او امریکا باید هڅه ونه کړي چې افغانستان تر خپل واک لاندې وساتي او یا هم په دې اړه خپل اهداف پلي کړي.

په همدې حال کې امریکا افغانستان ته په اونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالر لیږي او ځینې کارپوهان په دې باور دي چې واشنګټن په افغانستان کې د سرپرست حکومت ملاتړ کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا