اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملا یعقوب له هندي پلاوي سره خبرې وکړې

دید خبرې آژانس: طا-لبان وايي د دې ډلې د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب نن په خپل دفتر کې د هند له یوه پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتولو خبرې وکړې.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د هندي پلاوي مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جي پي سینګ کوله.

جي پي سېنګ د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو برخې مسوول دی.

د طا-لبانو دفاع وزارت وزارت په خپل اېکس کې زیاتوي: «په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، په ځانګړي ډول د بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو په اړه د ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.»

طا-لبان وايي په دې لیدنه کې ملا یعقوب مجاهد او جي پي سینګ د افغانستان او هند ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.

له حامد کرزي سره لیدنه

دغه هندي پلاوي نن په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.

په دې لیدنه کې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

همدارنګه ښاغلي کرزي له نوي ډېلي هیله کړې چې د افغان ځوانانو د زدکړې، راکړې ورکړې او د خپلمنځي سفر لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طا-لبانو واکمنېدو سره هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو نږدې یو کال وروسته یې بیا پرانیست.

کابل ته د هندي پلاوي دا سفر په داسې مهال دی چې د طا-لبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره میاشت له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د هند او افغانستان ترمنځ د ویزو او سفر اسانولو لپاره به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا