ملا یعقوب: د پاکستاني پوځ وحشيانه بريد به بې ځوابه پاتې نشي
دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په پکتیکا ولايت کې د پاکستاني پوځ وحشيانه هوايي بريدونو ته غبرګون ښودلی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پرون ماښام د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستاني پوځ لخوا بمبار شوی.
سرچينې زياته کړې، چې په دغه بمبار کې عام ولسي خلک چې اکثره عام وزیرستاني کډوال دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي کسان په کې شهیدان او ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي.
د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی.
په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې اسلامي امارت به دغه کرغېړن عمل بې ځوابه پرېنږدې؛ بلکه د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي.