Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

ملا یعقوب د ايران د بهرنيو چارو له وزیر سره وکتل

دید خبرې آژانس: د ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي.

له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو، سرحدي مسایلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینکار کړی دی.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو او نږدې همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير نن کابل ته په سفر راغلی و او د اسلامي امارت له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره يې کتنې درلودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button