اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا يعقوب مجاهد د تاجیکستان او پاکستان اتباع په افغانستان کې پر مذهبي ځايونو د بريدونو مسوول بولي

ډید خبري اژانس: د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي، په افغانستان کې پر جوماتونو، معبدونو او نورو مذهبي ځایونو په بریدونو کې د تاجیکستان او پاکستان له اتباعو کار اخیستل شوی دی. ملا يعقوب زياته کړه چې د دغو کسانو يوه زياته برخه د طا-لبانو له خوا وژل شوي او نيول شوي دي.

ملا یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۰) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې پر دیني ځایونو په بریدونو کې بهرنیو اتباعو لاس درلود.

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هغو هېوادونو وغوښتل چې د هغو له لارې چې شریر عناصر افغانستان ته ننوځي خپلې پولې کنټرول کړي.

ملا یعقوب دا هم ویلي چې طا-لبان د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه جدي امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د تېر حکومت د سرتېرو د نيولو او شکنجه کېدو له ګڼو راپورونو سره سره د دفاع سرپرست وزير وويل چې په تېر کال کې د دوى ځواکونو په هېڅ صورت د «عمومي بخښنې» له فرمان څخه سرغړونه نه ده کړې.

ملا یعقوب وویل: په دې قضیه کې د ځینو متعصبو کړیو تبلیغات حقیقت نه لري.

د دفاع سرپرست وزیر په دې غونډه کې وویل چې د طا-لبانو ځواکونه د «عمومي بخښنې» امر ته «بشپړ ژمن» دي.

ملا یعقوب زیاته کړه: په مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره وسایل او تجهیزات جوړ او فعال شوي او اوس پولې خوندي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، افغانستان د ٢٠ ولايتونو او ٩٠ ولسواليو له لارې له شپږو هېوادونو سره ګډه پوله لري او په ٣٧ کمپونو کې شاوخوا ٦٣ پوځي کمپونه، ١٠٨ پوځي مرکزونه او ٦٠٠ امنيتي پوستې له ټولو امکاناتو او تجهيزاتو سره فعالې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا