اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ملا هبت الله خپله کابینه کندهار ته غوښتې ده

په کابل کې یوې سرچینې ویلی چې د طا-لبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده تېره ورځ خپله ټوله کابینه له کابل نه کندهار ته وربللې ده. سرچینه وايي، چې د طا-لبانو د مشر او کابینې ترمنځ به یو مهم بحث د امربالمعروف قانون پلي کېدل وي.

په کابل کې د طا-لبانو سرچینو پرون د دوشبنې په ورځ (د لړم۱۵مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلی چې د طا-لبانو د کابینې ټول غړي نن کندهار ته رسېدلي دي.

د سرچینې په وینا، د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله او دده د کابینې په ناسته کې به د بحث یوه مهمه موضوع په ټول هېواد کې ددې ډلې د امر بالمعروف د وروستي قانون پلی کېدل او په دې تړاو وزیرانو ته د سپارښتنو ابلاغ کول وي.

ملاهبت الله به په دې ناسته کې کابینه له انځور او ویډیو اخیستلو منع کړي.

د امربالمعروف قانون په تړاو جدي خبرداری

په کندهار کې طا-لبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلی چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي ددغه قانون د پلیتابه لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.

ملاهبت الله خپل فرمانونه لومړی په کندهار کې پلي کړي او اوس ددغه ولایت هېڅ رسنۍ د ساکښو موجوداتو انځورونه نه شي خپرولی او نه هم د کندهار ځايي طا-لب مسوولان د خپلو فعالیتونو انځورونه او ویډیوګانې خپروي.

د یکشنبې پر ورځ پر ټولنیزو رسنیو د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ځینې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په پکتیکا ولایت او د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې یې له یوې مدرسې او یوه مذهبي مخور سره لیده کاته کړي دي.

د حقاني په اړه ویل کیږي چې د ملا هبت الله اخوندزاده له یو شمېر فرمانونو سره همغږی نه دی او خپلو پلویانو ته یې د تصویرونو او انځورونو په خپرولو کې خلاص مټ ور کړی.

کندهار د هېواد له هغو اوو ولایتونو دی چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون پکې څه نا څه پلی شوی، خو د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼ داسې ولایتونه دي، چې چارواکي یې تراوسه د خپل مشر د فرمان ډېره پروا نه ساتي.

د طا-لبانو سرچینې وایي، چې ملاهبت الله په ځینو ولایتونو کې د امربالمعروف قانون نه پلي کیدو غوسه کړی او د یاد وزارت وزیر یې مکلف کړی، چې پخپله په ولایتونو وګرځي او محلي ادارې د قانون پلیتابه ته اړې باسي.

د طا-لبانو خپلمنځي نارضایتۍ

طا-لبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې له امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز سره د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وروستۍ مرکې هم د طا-لبانو تر منځ بحثونه پارولي دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د سراج الدین حقاني پر وروستۍ مرکې او څرګندونو ناراضه دی او په دې باور دی چې په دې مرکه کې د طا-لبانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل شوې ده.

نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې سراج الدین حقاني له ملاهبت الله سره د سیالې څیرې په توګه یاد کړی او لیکلي یې دي، چې حقاني د توندلاري ملا هبت الله په پرتله نرم دریځ لري.

سرچینې وايی، چې د طا-لبانو ترمنځ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په تړاو بحثونه پای ته رسېدلي او ملاهبت الله غواړي د ساکښو انځورونو په مخنیوي سره دې مسالې ته هم د پای ټکی کېږدي.

ټاکل شوې چې ملاهبت الله په کندهار عینو مینه کې له خپلې کابینې سره ناسته ولري.

د طا-لبانو مشر د کندهار په عینو مینه کې د تېر حکومت د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزي په «اتل قصر» کې ناستې ولاړې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا