اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملا هبت الله: اسلامي نظام ټینګ کړئ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر ملا هبت الله د خپلې ډلې والیانو سره د لیدنې پر مهال ویلي:” اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ”.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا هبت الله په کندهار کې له خپلو والیانو سره لیدلي دي.

د طا-لبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد سې شنبه «د زمري ۳۰مه» په خپلې اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طا-لبانو له والیانو سره د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د لیدنې خبر ورکړ.

په دغه خبر پانه کې لیکل شوي، چې ملا هبت الله د دې ډلې والیانو ته “د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسوولیتونو ته د پاملرني، د جهاد په نتیجه کې د راغلي اسلامي نظام د ساتني او د مجاهدینو د قربانیو د اساسي هدف چې د مقدس شریعت تطبیق دی، په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.”

ملا هبت الله همدراز خپلو والیانو ته په وینا کې ویلي، چې دوی د “جهاد” د میدان اولني فاتحین دي.

هغه زیاته کړې: “د جنګ په لومړۍ کرښه کې به تاسو واست، ستاسو تر قوماندې لاندې په لسګونو طا-لبان وژل شوي دي، د دوی ارمانونو ته تحقق ورکړئ، اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ.”

ملا هبت الله له خپلو والیانو غوښتي، چې هیچاته اجازه مه ورکوئ، چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړئ او د علماو سره تعلق وساتئ.

هغه زیاته کړې، چې دیني علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځني واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ.

د طا-لبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې همدراز لیکل شوي، په پای کې ملا هبت الله د ټولو والیانو څخه د دې ډلې د نظام د ساتني او شریعت د تطبیق اړوند نظرونه واورېدل او په اړه یې دوی ته لازم هدایات وکړل.

د طا-لبانو مشر ملا هبت الله چې تر اوسه یې څېره افغانانو نه ده لیدلې، د دې ډلې له چارواکو سره په منظم ډول لیدنې پیل کړې دي؛ خو په دې ناستو کې د نوموړي ویناوې تر ډېره تکراري دي او یوازې د شرعي نظام د پاتې کېدو لپاره سپارښتنې کړي دي.

د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله د ټولبښنې څخه نیولې تر ځینو فرمانونه یوازې د کاغذونو پرمخ پاتې دي او د درېیو کالو په تېریدو سره تر اوسه عملي شوي نه دي.

ډېری افغانان له طا-لبانو غواړي، چې د عامو افغانانو په څېر دې لومړی شریعت پر خپلې ډلې عملي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا