ملا نور الله نوري د ای خانم له بندر څخه لیدنه وکړه
دید خبرې آژانس: د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نور الله نوري تخار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې له ای خانم بندر څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د تخار د استخباراتو رئیس، امنیه قومندان او نورو ځايي چارواکو یې ملتیا کوله.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغې لیدنې پر مهال د یاد بندر له کارکوونکو سره وکتل او د بندر په هکله یې وضعیت له نژدې و څاره.
نوموړي له تاجکستان سره د اسلامي امارت د اړیکو او سوداګریزو چارو په اړه د دواړو هېوادونو اړیکې ښې وبللې او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او په هره برخه کې پرمختګ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم د ډېورنډ فرضي کرښې په ګډون د هېواد له بېلا بېلو سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې وه.