اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا جلال د طا-لبانو د مشر له خوا د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال مولوي نور جلال د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

هبت الله اخندزاده د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال مولوي نور جلال د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دغه خبر اعلان کړ.

تر دې وړاندې قلندر عباد د عامې روغتیا سرپرست وزیر و، خو د طا-لبانو ویاند د هغه د ګوښه کېدو یادونه نه ده کړې.

د طا-لبانو مشر هم د مولوي نورجلال پر ځای د ملي امنیت پخوانی مرستیال رحمت الله نجیب د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکلی دی.

د طا-لبانو مشر یو شمېر واليان او ولسوالان هم له دندو ګوښه کړي دي.

د مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سمنګان پخوانی والي عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي په توګه، د فاریاب پخوانی والي شعیب رسالت د سمنګان د والي په توګه او د ګرشک ولسوالۍ پخوانی والي محمد صادق یلخالګي د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوي دي. د هلمند د والي په توګه د کندهار پخوانی مرستیال حیات الله محب د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.

وروسته له هغه چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د هېواد په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د ټولو دولتي پوستونو ګمارنې د هبت الله اخندزاده له خوا کېږي او په مستقیم ډول د طا-لبانو د عمومي ویاند له لارې اعلانېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا