اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

ملا برادر په ازبیکستان کې له مېشت افغان پانګه والو او سوداګرو سره وکتل

دید خبرې آژانس: د ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، ازبیکستان ته د خپل سفر په بهیر کې، نن په ازبیکستان کې له مېشت افغان پانګه والو او سوداګرو سره په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې کتلي دي.

په دغه کتنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي دي: د اللّه تعالی په نصرت او د افغانانو په بې ساري قربانۍ افغانستان له نړیوال استکباري اشغال څخه ازاد او له لسیزو وروسته له بې مثاله سراسري امنیت څخه برخمن شوی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې ده: د هېواد د اقتصادي ودې د پراختیا په برخه کې لازم ګامونه اخیستل شوي، د زېربنا رغولو په برخه کې سترې پروژې پیل شوې، د لویو لارو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د کورنیو تولیداتو او صادراتو کچه لوړه شوې او د تجارت بېلانس کې نسبتاً ښه ‌والی رامنځته شوی دی. د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

ملا برادر اخوند څرګنده کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د شتمنو هېوادوالو سر، مال او عزت خوندي نه و؛ خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره د سوداګرو او پانګه والو مال او عزت خوندي او په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ؛ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړینه بللې ده.

هغه ټینګار کړی چې افغان پانګه وال باید په یادو برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي او اسلامي امارت له خصوصي سکټور څخه بشپړ ملاتړ، راستنېدونکو صنعت‌کارانو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې د زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول خپل مکلفیت او مسئولیت ګڼي او هڅه یې دا ده چې افغانستان د سیمې د اقتصادي او سوداګریز اتصال په مرکز بدل او له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو لمن لا پراخه کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند افغان پانګه والو او سوداګرو ته په خطاب کې ویلي دي: تاسې زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زموږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته

اقتصادي ګټه رسوي. موږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، ترڅو د صنعتي تولید، کرنې، ترانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ. اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې پروسې اسانه کړې، د مالیاتو سیستم منظم شوی، د سوداګرو او پانګه والو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په پای کې، په ازبیکستان کې مېشت افغان پانګه والو او سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې پانګې، شتمنۍ او سوداګریز فعالیتونه یې په افغانستان کې خوندي دي او اسلامي امارت به د اړتیا پر مهال هر ډول لازمه همکاري ورسره کوي.

ملا برادر اخوند له ټولو پانګه والو او سوداګرو غوښتي چې خپل صنعت او پانګه خپل هېواد ته را انتقال کړي، څو د هېواد په پرمختګ کې خپل مسئولیت ادا کړي.

یادو پانګه والو او سوداګرو هم د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ کړی او هر پانګه وال له ۱۰څخه تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

هغوی په ځینو برخو کې خپلې ستونزې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې چې ورته د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا