اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

ملا برادر: د اوبو مدیریت ملي او ګډ مسوولیت دی

دید خبرې آژانس: د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل د «اوبو په نړۍوال کنفرانس کې» په نړۍ کې د اوبو د کچې کمښت ته په پام سره ویلي، چې دغه کړکېچ د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېزه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همدارنګه ویلي، چې دم‌ګړۍ د ټولو مسوولیت دی چې د اوبو د ښه مدیریت لپاره له هرې ممکن لارې کار واخلي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړه:«اوس زموږ او تاسې ګډ مسوولیت دی، چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د هېواد د ملي اوبو د غوره مدیریت لپاره د پایښت لرونکي پرمختګ د اصل په نظر کې نیولو سره، خپل ملي مسوولیت په سمه توګه ادا کړو.»

دغه کنفرانس د درې ورځو لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت او د پولي‌تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت، تر ځمکې لاندې د اوبو د تغذیې او له اوبو په سالمه توګه د ګټې اخیستنې او د هغو د ککړتیا د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

په دغه کنفرانس کې ځینو ګډونوالو چې په افغانستان کې یې له اوبو د غوره ګټنې په تړاو علمي مقالې وړاندې کړې، ټینګار وکړ چې داسې کنفرانسونه کولای شي د اکوسیسټم په ساتنه کې اغېزناک رول ولري.

د روسیې د ګوبین د نفت او ګاز پوهنتون محصل الفونسي تیلانو چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی و، طلوع‌نیوز ته وویل:«نن ورځ د نفتو او نفتي موادو له امله د اوبو ککړتیا یوه ستونزه ده، چې هر کال مېلیونونه ډالر زیان اړوي. نو باید د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره نوي سیستمونه وارزول شي. موږ د سطحې او د اومو سیند د ککړتیا د ارزونې لپاره یو اتومات سیسټم وړاندیز کوو، چې کولای شي د اوبو ککړتیا مشخصه کړي.»

له سریلانکا ګډونوال، د اوبو او موادو د انجنیرۍ متخصص سورش الویهارا هم وویل:«دوی د دغه کنفرانس په جوړولو سره خورا ښه کار کړی دی او هیله من یم، چې په نږدې راتلونکي کې تاسو وکړای شئ د څېړونکو له نړۍوال ګډون سره د پوهې ډیپلوماسي پیاوړې کړئ. همدا اوس موږ د پوهې د ډیپلوماسۍ په تړاو خبرې کوو، ځکه چې د څېړنې د نړۍ د پیوستون له امله د پوهې ډيپلوماسي یو مهم او اړین عامل دی.»

د یادونې وړ ده، چې په دغه کنفرانس کې پر حکومتي چارواکو سربېره، د نړۍوالو سازمانونو استازو، د معتبرو بهرنیو پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د اوبو د مدریت د برخې متخصصینو ګډون کړی و او ۱۳۵څېړنیزې مقالې یې وړاندې کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا