اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

ملاله یوسفزۍ: د افغان نجونو د تیاره راتلونکي په اړه اندېښمن یم

دید خبرې آژانس: د نوبل د سولې جایزې ګټونکې له پاکستانه وغوښتل چې د بې اسنادو افغانانو د اېستلو مخه ونیسي.

ملاله یوسفزۍ وايي، د هغو افغان ښځو او نجونو د «تیاره راتلونکي» په اړه اندېښمنه ده، چې دا مهال په زور افغانستان ته ستنیږي.

ملالې یوسفزۍ د فرانسې له خبرې اژانس سره په یوه مرکه زیاته کړه:«دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان افغان کډوال مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي، او زه د ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لرم.»

نوموړې وايي، چې ګڼ شمېر افغان نجونې او ښځې په پاکستان کې زده‌کړې او کار کوي.

د شمېرو له مخې تېر کال له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

د بشري حقونو څارونکو خبرداری ورکړی چې یو شمېر ستانه شوي کډوال د طا-لبانو له خوا له ځورونې سره مخامخ شوي دي.

ملالې یوسفزۍ هیله څرګنده کړه چې پاکستان به د افغان کډوالو د اېستلو پالیسي پای ته ورسوي او د افغان نجونو او میرمنو «په ځانګړې توګه چې دوی به په افغانستان کې له تیاره راتلونکي سره مخ شي، ساتنه کوي.» هغې یو ځل بیا د افغان نجونو له زده کړو محرومیت ټکان ورکوونکی وباله او د افغان فعالانو د زغم هرکلی یې وکړ.

همدارنګه اغلې یوسفزۍ د ښځو له ګډون پرته د دوحې د ناستې په اړه نیوکه وکړې او ویلي دي: «د نړۍ مشران باید په دې پوه شي چې کله له طا-لبانو سره کیني او ښځې او نجونې څنډې ته کوي، په حقیقت کې پرطالبانو احسان کوي.»

نوموړې پر هېوادونو په ځانګړې توګه پر فرانسې او کاناډا غږ وکړ، چې د دوحې ناستې وغندي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا