اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملاله يوسفزۍ: د طا-لبانو وحشيانه ظلم ډېر خطرناک دي

دید خبرې آژانس: د بشري حقونو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، ښځې په افغانستان کې د طا-لبانو د سیستماتیک «جنسيتي تبعيض» لاندې د نه منلو وړ ناوړه چلند او ګواښونو سره مخ دي.

یوسفزۍ پر خپله فیسبوک پاڼه  لیکلي: «د افغان کډوال جبري ويستل د طا-لبانو له « وحشيانه ظلمه» ډېر خطرناک دي او دا بهير په ښځو او نجونو منفي اغیزې لري.»

د بشري حقونو يادې فعالې همداراز ویلي، چې باید دا ډاډ ترلاسه شي، چې په پاکستان کې پاتې شوې افغانې نجونې په خوندي ډول ښوونځیو ته ولاړې شي.

هغه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د کډوالو د «جبري شړلو» بهیر ودروي او په دې توګه «د طا-لبانو پر وړاندې له  افغانو میرمنو او نجونو څخه ساتنه وکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې ګارډین او رخشانه رسنۍ په يوګډ راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو په يو زندان کې د ښځو د حقونو پر یوې فعالې ډله ییز جنسي تېری شوی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې طا-لبانو پر دغې ښځې د جنسي تېري ویډیو اخیستې او هغې ته یې استولې او ګواښ یې کړی، که غږ پورته کړي، خپره به یې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا