اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

ملابرادر له ترکانو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

ډيډ خبري اژانس: د لومړي وزير اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ترکيې ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه شته او له ترکانو يې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا برادر ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې له رئیس او یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې ملا برادر په اقتصادي، سوداګریزو مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وکړې.

د ملابرادر د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ټینګار وشو چې اوسمهال په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ تولید، زیربناوو، صنعت، مخابراتو او نورو برخو کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل: په دې غونډه کې د ترکیې سوداګرو په ځانګړې توګه د برېښنا، کانونو، کرنې، ساختماني او روغتیا په برخو کې د پانګونې په اړه خوښي څرګنده کړه.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي چې د سوداګرۍ د ودې او د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ ستونزې هوارې شي.

تېره اوونۍ د طا-لبانو د لومړي وزير مرستيال د اقتصادي او سياسي اړيکو د پراختيا په موخه له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره ترکيې ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې به له بېلابېلو ترکي چارواکو سره ليدنې او خبرې اترې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا