اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، روسیې له طا-لبانو او د دغه هېواد د نورو قومونو له استازو غوښتي، چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره خبرو ته کېني.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود سفر ته په اشارې سره وویل، مسکو له طا-لبانو او د نورو توکمیزو ډلو له استازو غواړي چې جګړې ته شدت ورکړي. د تروریزم، مخدره موادو پر ضد او د بشري حقونو د تامین په اړه باید خبرې وشي.

هغه زیاته کړه چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې ترهګریز ګواښونه، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې او له بشري حقونو سرغړونې شتون لري.

زاخارووا یادونه وکړه: که وضعیت د نامناسب سناریو له مخې پرمخ ولاړ شي، نړیوال تروریستي سازمانونه په ځانګړې توګه داعش به له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي او له افغانستانه بهر په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې د لا پراخېدو پلانونه طرحه کړي.

خو زاخارووا ویلي، که څه هم طا-لبان په رسمیت نه پېژني، خو روسیه به له دې ډلې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

روسیې تر دې مخکې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

باید وویل شي، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په دې وروستیو کې د مسکو په دولتي دوما کې د پارلمان له غړي او د عادلانه روسیې د ګوند له مشر سرګي میرونوف سره وکتل.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر سیاسي وضعیت او د هغې د حل په اړه خبرې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا