اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

مسکو بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی

دید خبری آژانس: له طا-لبانو سره د لا زیاتو اړیکو د اړتیا په اړه د روسی چارواکو له څرګندونو وروسته مسکو یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.

نن پنجشنبه (د جوزا ۱۰مه) روسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې مسکو تمه لري طا-لبان د ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندري رودینکو وویل: د افغانستان په اړه زموږ ټوله پالیسي پر خپل ځای پاتې ده.

هغه دا هم وویل: «مسکو تمه لري چې طا-لبان به د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي، خو دا د افغانستان په اړه له خپلې تګلارې سره تړاو نه لري».

روډینکو زیاته کړه چې «د طا-لبانو تحریک د ځمکې پر مخ یو حقیقت دی او موږ باید هغه په ​​پام کې ونیسو».

د هغه په ​​وينا، د روسيې او افغانستان ترمنځ سوداګري به دوام ومومي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ (د جوزا ۸ مه) په تاشکند کې خبریالانو ته وویل: له طا-لبانو سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت جوړول د روسیې او د هغې د متحدینو په ګډون د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا