اقتصاد او پراختیا

مسوولین وایي: په پنجشېر ولایت کې د پارندې برښنا بند چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

دید خبرې آژانس: په پنجشېر ولایت کې سیمه ییز مسوولین وایي چي د دغه ولایت  د پارندې برښنا بند چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې دي.

د دوی په وینا، د دغه بند لګښت اووه عشاریه ۶ میلیون ډالر کېږي چې د څلور میګاواټه برښنا تولید وړتیا لري.

د پارندې بند نل لیکه ۲ زره او ۲۰۰ مټره اوږدوالی او یو عشاریه ۲ مټر پلنوالی لري او د دوه توربینونو لري دی چې هر یو یې د دوه میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.

د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم وویل: « ۹۸ سلنه کار یې پای ته رسېدلی، یوازې دوه سلنه بسته کاري یې پاتې په نږدې ورځو کې به پرانیستل شي، څلور میګا واټه برښنا تولیدوي چې د پنجشېر د خلکو اړیتاوې پوره کوي.»

د دغه بند د جوړولو چارې د پخواني حکومت پرمهال پیل خو د ناڅرګند دلیل له امله ځنډېدلې وې.

تېر کال یو ځل بیا د پارندې بند د جوړولو چارې د یو اوکرایني قراردادي شرکت له لوري د چک هېواد له پرمختللو وسایلو سره له سره پیل شوې.

د برښنا دا بند د پنجشېر مرکز کې د پارندې درې سیند پر سر جوړ شوی چې د مسوولینو په خبره دغه ولایت کې لومړنی او ستر دولتي برښنا بند دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا