اسلایدشوافغانستان

مسوولین: د پروژو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي دي

دید خبرې آژانس: د کورنیو چارو وزارت وايي، هېواد کې د لویو او ملي پروژو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، اسلامي امارت د پروژو د امنیت او د اقتصادي ودې په ځانګړې توګه ټرانزیټي او سوداګریزو چارو ته ډېر پام کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: «افغانستان له څلوېښتو کلونو وروسته نن د پرمختګ پر لور روان دی. کیدایشي ځینې هېوادونه ونه غواړي چې دا بهیر دوام ومومي، خو افغانستان هڅه کوي چې په اسیا کې یو ټرانزیټي مرکز وګرځي او خپله سوداګري او اقتصاد پیاوړی کړي.»

نوموړي د قوشتیپې کانال ارزښت ته په اشارې زیاته کړې چې د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه د دې پروژې د امنیت لپاره ۲۰۰ ځانګړي ځواکونه ګومارل شوي دي.

عبدالمتین قانع په دې اړه و ویل: «د قوشتیپې پروژه چې یوه ملي پروژه ده، پیل شوې ده، او د دې له پیلېدو سره سم، محترم شیخ صاحب (حفظه الله) امر کړی چې د دې پروژې د امنیت لپاره ۲۰۰ ځانګړي ځواکونه وګومارل شي. موږ د اړتیا لمخې پروژې ارزوو او له خصوصي شرکتونو او پانګوالو سره د امنیت د تامین قراردادونه لاسلیکوو.»

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال تېره ورځ ویلي چې افغانستان له سیمې سره خپلې ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. هغه له خصوصي سکټوره وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا