مسعود پزشکیان د حقابې د مسئلې پر تعقیبولو ټينګار وکړ
دید خبرې آژانس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره ورځ (جمعه) په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، له افغان حکومته د ایران د حقابې د ترلاسه کولو لپاره د خپل هېواد له چارواکو سره خبرې اترې کوي.
ښاغلي پزشکیان په دغې مرکه کې، افغانستان یې د ایران ورور بللی او ویلي یې دي چې، د سیستان و بلوچستان والي او د ایران د انرژۍ وزیر د حقابې موضوع تعقیبوي.
له دې سره هممهاله، د ایران د انرژۍ وزیر هم سیستان و بلوچستان ته د سفر پر مهال ټینګار کړی چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره به د تعامل او خبرو له لارې خپله حقابه ترلاسه کړي.
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي آبادي په دې هکله ویلي:«د ډېرو مهمو مسایلو له ډلې، له ګاونډي هېواد سره د تعامل بحث دی. زه بېلابېل مسایل تعقیبوم.»
اسلامي امارت د ایران د ولسمشر او د انرژۍ وزیر د دغو څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي.
څو ورځې مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هرات د پاشدان بند د کاسې ډکولو او ایران ته د ورتلونکو اوبو د محدودېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه؛ خو د ریاستالوزرا مخکیني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د حقابې په اړه هوکړې شوې او په دې تړاو به د ایراني چارواکو له لوري غیرمسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.