اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مسعود پزشکیان، د ایران نوی ولسمشر څوک دی؟

دید خبرې آژانس: مسعود پزشکیان چې نن (شنبه، د چنګاښ ۱۶مه) د ایران نهم ولسمشر وټاکل شو، د دغه هېواد یو له مشهورو سیاسي او طبي څېرو دی.

دغه ایرانی ډاکټر او سیاستوال د ۱۳۳۳ کال د تلې په ۷ مه په تبریز کې زیږیدلی او په عمومی جراحۍ، زړه او وینې رګونو کې تخصص لری.

هغه لومړنۍ زده کړې په خپل ټاټوبي مهاباد کې بشپړې کړې او د ارمیا کرنې له هنرستانه یې د خوراکي توکو په صنعت کې ډیپلوم ترلاسه کړ.

د ډیپلوم له ترلاسه کولو وروسته په ۱۳۵۲ کال کې د سیستان او بلوچستان ولایت زابل ښار ته د پوځي خدمت په موخه واستول شو او په همدې موده کې یې له طب سره مینه پیدا شوه او په پایله کې په ۱۳۵۴ کال کې د پوځي خدمت له پای ته رسولو وروسته په ساینسي علومو کې دویم ډیپلوم ترلاسه کولو سره په تبریز طبي پوهنتون کې شامل شو.

مسعود پزشکیان د ایران د استازو جرګې غړی او د روغتیا وزیر هم پاتې شوی دی.

هغه د ایران د ۱۴مې دورې ټاکنو یو له مخکښو نوماندانو و چې په پایله کې یې دغه ټاکنې په دویم پړاو کې له خپل سیال، سعید جلیلي وګټلې او د ایران نهم ولسمشر وټاکل شو.

د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر د ویاند محسن اسلامي و ویل چې پزشکیان له ۳۰ میلیونه او ۵۳۰زره او ۱۵۷ رایو، د ۱۶ میلیونه او ۳۸۴زره او ۴۰۳ رایي ترلاسه کړې دي.

سعید جلیلي بیا د ټاکنو په دویم پړاو کې ۱۳میلیونه او ۵۳۸ زره او ۱۷۰ رایې ترلاسه کړې.

د ایران د ۱۴مې دورې دغه ټاکنې د چورلکې لوېدو په پېښه کې د دغه هېواد د مخکني ولسمشر، ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته ترسره شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا