اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهګزارش

مخلص: ځینې مخالفین له هېوادونو مرستې غواړي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د پروان ولایت د استخباراتو رییس په ګاونډیو هېواد کې د اسلامي امارت مېشت سیاسي مخالفین له هېوادونو د مرستو په ترلاسه کولو تورنوي.

نوموړي پروان کې یوې ولسي غونډي ته ویلي، دغه کړۍ په کوردننه له ځینو ځوانانو د اسلامي امارت پر وړاندې ناسمه کارونه کوي.

د پروان د استخباراتو رییس، محمد صدیق مخلص و ویل: «تاسو باید له تاریخ او سیاسي حالاتو خبر اوسئ، دا خلک چې ایران او تاجیکستان ته تللي، همدا خلک کله پاکستان ته ځي او کله له اسراییلو مرسته غواړي.»

د پروان والي، محمد ادریس انوري دغه غونډه کې ویلي: «د مسوولینو تر منځ قوم‌پالنه، ژب‌پاله او سمت‌پالنه نشته، بلکې مسوولین د دغه راز تعصب او امتیازي چلندونه یوه ستره بې‌لاریتوب ګڼي.»

د پروان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د ځايي خلکو ستونزو ته د رسېدنې په پار یې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې ګڼې ولسي ناستې جوړې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا