اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مخابراتو وزارت: په افغانستان کې ۵۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په هېواد کې پر ۵۵۰ نویو مخابراتي سایټونو کار روان دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، له یادو سایټونو تر دې دمه ۵۴ یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد د محرومو سیمو د پوښښ لپاره د ټي ډي اېف لسمې پروژې له لارې پر ۵۵۰ نویو سایټونو کار روان کړی دی چې، له ډلې یې ۵۴ سایټونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بشپړ شوي دي. په دغو ولایتونو کې کابل، بدخشان، نورستان، ارزګان، زابل، ننګرهار، کندهار، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا، بادغیس، هلمند، غزني، کونړ او د غزني-زابل او ننګرهار-کونړ شامل دي.»

تر دې مخکې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د سمون ادارې یا اترا په ټول هېواد کې د شاوخوا ۸ زره مخابراتي سایټونو له فعالوالي خبر ورکړی وو او زیاته کړې یې وه چې، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي سایټونو پر جوړولو کار روان دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا