اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

محمود خان اڅکزی، خواجه اصف ته: دا د ماشومانو خبرې مه کوه

دید خبری آژانس: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي:« دا د ماشومانو خبرې مه کوه، چې له دې ځایه په افغانستان برید کوو. موږ یې په هیڅ حالت کې نه شو منلای.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي و، چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طا-لبان پاکستان پر ضد عملیات کوي.

هغه د پاکستانۍ رسنۍ سما سره په مرکه کې ویلي:«که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»

د نوموړي د دغو څرګندونو په ځواب کې ښاغلي اڅکزي په خپلې اېکس پاڼه یو ویډیړیي پیغام خپور کړی دی.

په پیغام کې ویل شوي، که تاسو د افغانستان په اړه تحفظات لرئ، د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون یو کنفرانس راوبولئ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حضور کې خپلې اندېښنې څرګندې کړئ.

هغه وایي، چې په قبایلي سیمو کې یې د عملیاتو مخالفت کاوه؛ خو دغو څرګندونو لا نور اندېښمن کړی دی.

نوموړی وایي، تر ټولو غوره لار دا ده چې دغه اندېښنې د افغانستان له واکمنانو سره شریکې شي او د خبرو له لارې دې ستونزې هوارې کړي.

له بل پلوه ښاغلي اصف د پولې په اوږدو کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په نښه کولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړې او ویلي یې و، چې ټول سیاسي ګوندونه به د عملیاتو په اړه باخبره ساتي.

ورته مهال د طا-لبانو دفاع وزیر د پاکستان دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که هر څوک په هره بهانه زموږ پر حریم تېری وکړي د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا